مسؤلين: هرات کې د ۴۵ زره روږدو کسانو درملنه شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

په هرات ولایت کې د تېرو پنځو کلونو پر مهال شاوخوا ۴۵ زره پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو درملنه شوې او د درملنې له بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

مسؤلين وايي، د روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ زرګونو درملنه شوو کسانو ته د حرفوي او مسلکي زده‌کړو زمینه هم برابره شوې ده.

د مسوولینو په خبره، د مسلکي مهارتونو د زده‌کړې موخه دا ده چې درملنه شوي کسان د کار زمینه ومومي او بېرته عادي ژوند ته وګرځي. په هرات کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه، د روږدو کسانو درملنه او د هغوی لپاره د مسلکي زده‌کړو برابرولو بهیر لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button