د افغان پُست رئیس او د ایران د پُست رئیس د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې د ۱۴مې کنګرې په څنډه کې د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي رحمت‌الله مکي له خپل ایراني سیال محمد احمدي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د پُستي همکاریو د پراختیا، د تجربو شریکولو، برېښنايي سوداګرۍ، هوايي او ځمکنیو ترانزیټي انتقالاتو او د پُستي خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر فرصتونو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو د پُستي خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د مسلکي وړتیاوو او تجربو د شریکولو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

افغان پُست وايي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د دغه شرکت یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي او د پُستي همکاریو د پراختیا په اړه د ایران د پُست ادارې له مسوولینو سره خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button