د عامې روغتیا وزارت د دولتي روغتونونو د ډیجیټلي کولو بهیر پیلوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په مشرۍ د دولتي روغتونونو د ډیجیټلي کولو په موخه له اړوندو مسوولینو سره ناسته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې ناسته کې د روغتیايي معلوماتو د برېښنايي ثبت او مدیریت، د روغتونونو د چارو د ډیجیټلي کولو، شته امکاناتو او اړتیاوو په اړه بحث شوی دی.
جلالي ویلي، د دولتي روغتونونو ډیجیټلي کول به د ناروغانو د ثبت، درملو او طبي وسایلو د مدیریت ترڅنګ په مالي او اداري چارو کې لا ډېر شفافیت رامنځته کړي.
د نوموړي په وینا، د دې بهیر له بشپړېدو سره به د ناروغانو خدمتونه چټک، د روغتیايي کارکوونکو چارې منظمې او د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه شي.



