فایننشل ټایمز: یمن د سعودي پر آرامکو تصفیهخانې توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
فایننشل ټایمز راپور ورکړی، چې یمني ځواکونو یو ځل بیا د سعودي عربستان په جیزان ښار کې د «آرامکو» نفتو شرکت اړوند تصفیهخونې باندې توغندیز بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، د جیزان د آرامکو پر نفتي تاسیساتو د نوي برید له امله د احتمالي زیانونو ارزونه روانه ده او تر اوسه د برید د بشپړو پایلو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
فایننشل ټایمز ویلي، چې د جیزان تصفیهخانه د سعودي عربستان له مهمو نفتي تاسیساتو څخه ده او هره ورځ د سلګونو زرو بېرلو نفتو د پروسس وړتیا لري.
د ویلو ده، چې یمني ځواکونه داسې مهال په سعودي بریدونه کوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د یمن په ځینو سیمو کې د انصارالله غورځنګ په مشرۍ د یمني حکومت او د سعودي او اماراتو له ملاتړه د برخمنو وسله والو ترمنځ جګړې روانې دي.



