سپاه پاسدران: هېڅ کومه بېړۍ له هرمز تنګي نه شي تېرېدلی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو “سپاه پاسداران” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې هېڅ کومه بېړۍ له هرمز تنکی نه شي تېرېدلی.
د سپاه ټینګار کړی، چې د هرمز په تنګي کې د ایران د څارنې څو پوړیز سیستمونه فعال دي او سیمه کې سمندري فعالیتونه څاري.
سپاه زیاته کړې چې د ایران د څارنې سیستمونه د پرمختللو ټکنالوژیو پر وړاندې هم د مقابلې وړتیا لري.



