یمني ځواکونه د حیس او خوخه تر کنټرول وروسته د “المخا” ستراتیژیکې سیمې پر لور د پرمختګ په حال کې دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د المیسرة تلویزیوني شبکې د راپور له مخې د انصارالله اسلامي غورځنګ په مشرۍ د یمني “حوثي” حکومت ځواکونو د حیس او خوخه سیمو له کنټرولولو وروسته خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی او د “المخا” ستراتیژیک ښار د مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي.
راپورونه زیاتوي چې د دغو پرمختګونو په ترڅ کې یو شمېر پوځي وسایط او تجهیزات هم د یمني ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د سرچینو په وینا، سیمه کې لا هم د یمني ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي او د حوثي حکومت ځواکونو د مخالفو وسله والو سنګرونه او پوځي کاروانونه په پرمختللو بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي دي.



