د ځانګړو ځواکونو ۸۰۲ منسوبین له مسلکي او اختصاصي زده کړو فارغ شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وايي، د لوګر د شکارکلا او بلخ ولایتونو له روزنیزو مرکزونو څخه ۸۰۲ تنه د ساتنمنۍ اساساتو، مسلکي او اختصاصي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

د معلوماتو له مخې، په شکارکلا روزنیز مرکز کې ۶۵۳ تنه، چې ۳۶۹ تنه یې د اختصاصي او ۲۸۴ تنه یې د مسلکي دورې زده‌کوونکي وو، فارغ شوي دي.

د وزارت په وینا، فارغانو د شپنیو عملیاتو، ډرېورۍ، میډیک، تکتیک، ثقیله وسلو، کشفي وړتیاوو، مخابرو او پرنټر ترمیم برخو کې زده کړې کړې دي.

همداراز په بلخ روزنیز مرکز کې ۱۴۹ تنه له مسلکي او اختصاصي زده کړو وروسته فارغ شوي، چې ورسره د دواړو مرکزونو د فارغانو شمېر ۸۰۲ تنو ته رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button