د بنګله‌دېش د علماوو او سوداګرو پلاوي له مولوي امیرخان متقي سره وکتل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د بنګله‌دېش د علماوو، سوداګرو او صنعتکارانو له یوه پلاوي سره لیدلي دي.

د وزارت په وینا، متقي په افغانستان کې رامنځته شوو پانګیزو او سوداګریزو فرصتونو په اړه ډاډ ورکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا مهمه بللې ده.

د بنګله‌دېش پلاوي هم د افغانستان له اوسني وضعیت خوښي څرګنده کړې او په هېواد کې یې شته پانګیزو او سوداګریزو فرصتونو ته لېوالتیا ښودلې ده.

په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې د دواړو هېوادونو د چارواکو او ولسونو ترمنځ دوامداره تعامل او تګ راتګ کولی شي دوه اړخیزې اړیکې لا پراخې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button