د ایران په برید کې اردن کې څو امریکايي جنګي الوتکې زیانمنې شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران په توغندیز برید کې د اردن پر موفق‌السلطي هوايي اډه څو امریکايي پوځي الوتکې زیانمنې شوې دي. په برید کې یوه «اې-۱۰ تاندربولټ» الوتکه سخته زیانمنه شوې او یو وزر یې له منځه تللی دی.

راپور زیاتوي چې شاوخوا اته «اېف-۱۵» جنګي الوتکو ته هم برسېرن زیان اوښتی، خو وروسته بېرته فعالې شوې دي.

امریکايي چارواکي وايي، د تجهیزاتو زیان محدود و او په برید کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button