مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۲۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۲۲۳ کډوالې کورنۍ، چې ۹۹۹ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
له دې ډلې ۶۲ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورسره ۴۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور زیاتوي چې له ۱۰۰ راستنو شویو کورنیو سره ټولټال ۷۵۵ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او ۱۱۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
همداراز، راستنېدونکو ته زرګونه خوراکي توکي او روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي، په داسې حال کې چې په ننګرهار، فاریاب، کندز او سمنګان ولایتونو کې ۱۵۶۵ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي.



