سراج‌الدین حقاني د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال او پلاوي سره وکتل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وزیر مولوي سراج‌الدین حقاني د قطر د ملي امنیت شورا د سرمنشي له مرستیال او مل پلاوي سره په کابل کې لیدنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ښو اړیکو پر لا پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

په دې ناسته کې همداراز په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ښه تعامل او رغنده رول په اړه هم بحث شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button