په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي امارتي ځمکې تثبیت او استرداد شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د عدلیې وزارت وایي، د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ هستوګنیز ښارګوټي په بشپړ یا قسمي ډول امارتي تثبیت او استرداد شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې د هېواد د ټولو هستوګنیزو ښارګوټو ځمکې تر څېړنې لاندې نیولې دي.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد ښارګوټي په کابل، بلخ، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان او کندز ولایتونو کې موقعیت لري.


