د اسلامي امارت زعیم: د مسئولیت په ترسره کولو کې غفلت د دښمن د بریا لامل کېدای شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت زعیم “شیخ هبة اخوندزاده”د کندهار ولایت مقام کې د دغه ولایت د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، امنیتي حوزو آمرینو، د استخباراتو مدیرانو او د لویو لارو د مسئولینو په یوه ورځني سیمینار کې ګډون او وینا کړې ده.

په سیمینار کې د کندهار والي، د سترې محکمې نظامي مرستیال او یو شمېر نورو نظامي او ملکي مسئولینو هم ګډون کړی و.

د اسلامي امارت زعیم په خپله وینا کې مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې شپه او ورځ باید خپلو مسئولیتونو ته متوجه وي او په خبره یې چې «یوه ذره غفلت» د دښمن د بریا او د مسئولینو د ناکامۍ لامل کېدای شي.

نوموړي ویلي، مسئولین د خپلو سیمو د امنیت ساتونکي دي او که د دوی تر مسئولیت لاندې سیمه کې ناامني رامنځته شي، دوی به یې مسئول وي.

هغه د افغانستان د امنیت په اړه ویلي چې په ټول هېواد کې د امنیت له ټینګښت ولس خوښ دی او مسئولین باید د دغه امنیت د ساتنې لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

د اسلامي امارت زعیم مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې د قوم، ژبې، خپلولۍ او ملګرتیا پر بنسټ څوک مسئولیتونو ته ونه ټاکي، بلکې د اهلیت او وړتیا له مخې افراد وټاکي.

نوموړي له مسئولینو غوښتي چې مجاهدینو ته دیني پوهاوی ورکړي، د مطالعې او زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي او له مجرمینو ته له قضایي حکم پرته له تعزیري چلند څخه ډډه وکړي.

د اسلامي امارت زعیم همداراز مسؤلینو ته د قدرت، منصب،حرص، کبر او لویۍ څخه د ډډې کولو، ولس ته د فرمانونو د ښه تشریح کولو، خپل منځ کې د همغږۍ، همکارۍ، عاجزۍ، تقوا او بیت‌المال کې له خیانت او اسراف څخه د مخنیوي سپارښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button