د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له DRC سره د ۴.۱۳ میلیونه ډالرو دوه هوکړې لاسلیک کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د ۴ میلیونه، ۱۳۱ زره او ۷۴۱ ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو دوه تفاهمنامې لاسلیک شوې دي.
د دغو هوکړو له مخې، DRC به په ۱۴ ولایتونو کې د ماینونو او پاتې شونو چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د سروې او پاکولو، د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي او د قربانیانو د ملاتړ په برخو کې فعالیتونه ترسره کړي.
په لومړۍ پروژه کې د ۶۴۸ زره او ۸۴۴ متره مربع ککړې ځمکې پاکول او د ۵۷۴ بېړنیو ساحو د پاکولو چارې شاملې دي.
د دویمې هوکړې له مخې به په کابل، کندهار، نیمروز او ننګرهار کې د ۸۸۴ زره او ۵۶۰ متره مربع ماین لرونکو سیمو سروې او پاکول ترسره شي او راستنېدونکو او د ماینونو قربانیانو ته به د پوهاوي، نغدي مرستو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ زمینه برابره شي.


