عبدالملک حوثي: ځینې هېوادونه د اسلامي مقدساتو په اړه «د مکر اوښکې» تویوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر او د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې، ځینې هېوادونه د اسلامي مقدساتو پر وړاندې د متوجه ګواښونو په اړه «د تمساح اوښکې» تویوي، خو په عمل کې نه له مقدساتو او نه هم له مسلمانانو ملاتړ کوي.

حوثي ادعا کړې، چې یمني ولس د مکې مکرمې او اسلامي مقدساتو د دفاع لپاره د خپلو ځانونو او مالونو قربانولو ته چمتو دي او دا یې په عمل کې هم ثابته کړې ده.

نوموړي له هغو هېوادونو چې د اسلامي مقدساتو د دفاع خبرې کوي، غوښتي چې خپله دریځ په عملي اقداماتو هم ثابت کړي.

هغه همداراز د اسلامي مقدساتو پر وړاندې د ګواښ د موجودیت ادعا کړې او اسرائیل یې د دغه ګواښ عامل بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button