یمني ولسمشر: پر مکه د برید ادعاوې د مسلمانانو د احساساتو راپارولو ناګامه هڅه ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ ل)
د یمن ولسمشر او د عالي سیاسي شورا مشر “مهدي المشاط” د سعودي عربستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې له یمن څخه د مکې مکرمې پر لور د برید ګواښ متوجه دی او دا یې د مسلمانانو د احساساتو د راپارولو ناکامه هڅه بللې
المشاط ویلي، د یمن خلک، لکه څنګه چې د مسجدالاقصی د دفاع لپاره مبارزه کوي، د بیتالله الحرام د دفاع لپاره هم قربانۍ ته چمتو دي.
نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې د کعبې شریفې پرده «اپسټین» ته ډالۍ کوي، د ده په وینا، په حقیقت کې د مکې مکرمې او اسلامي مقدساتو سپکاوی کوي او باید ورته د مقدساتو د دښمنانو په توګه وکتل شي.


