ایران: امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل شرطونه څرګند کړل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت شورا مشر “جنرال محسن رضايي” ویلي، له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران درې اساسي شرطونه د غزې په ګډون ټولو جبهو د جګړې پای، د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کېدل او د سمندري محاصرې ختمول دي.
رضايي له الجزیرې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دغه شرطونه د قطر د منځګړیتوب له لارې امریکا ته رسول شوي او تهران اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځواب په تمه دی.
نوموړي زیاته کړې، ایران غواړي د سعودي عربستان او یمني حوثیانو ترمنځ جګړه هم پای ته ورسېږي او باور لري چې حوثیان هم له سعودي عربستان سره د یوه تړون غوښتونکي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپټمبر په ۱۷مه ویلي وو چې له ایران سره د جګړې د پراخولو یا کمولو په اړه د یوې مهمې پرېکړې په درشل کې دی؛ خو د احتمالي پرېکړې جزیات یې نه وو څرګند کړي.



