کابل ټکی کام ۲۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بغلان ولایت څخه خبري منابع وايي، په دغه ولایت کې ۱۵ داسې ښوونځي دي، چې د زدکوونکو د زدکړې لپاره نه، بلکې د امنیتي ځواکونو د نظامي مرکزونو په توګه استعمالیږي.
د بغلان د ښوونځیو مدیرانو ویلي دي، چې افغان امنیتي ځواکونو په ډنډغوري، ډنډشهاب الدین او د پلخمري په ځینو نورو سیمو کې ښوونځي د زدکوونکو پر مخ تړلي دي، او د خپلو پیل کړیو (خورشید۲۰) عملیاتو لپاره ترې د نظامي مورچلونو په توګه کار اخلي.
د ښوونځیو دغو مدیرانو چې شمېر یې شاوخوا سلو تنو ته رسېده، پرون یکشنبه د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د روان ۱۳۹۵لمریز کال له پیله د بغلان ولایت ۱۵ ښوونځي د زدکوونکو پرمخ تړل شوي دي.
دوی په دغه ناسته کې مرکزي دولت ته خبردارۍ ورکړ، که د دغو سیمو ښوونځیو ته یې جدي پاملرنه ونه کړه، نو د زدکوونکو راتلونکې به له ناوړو پایلو سره مخ شي.
مدیرانو په دغه ناسته کې همدا راز وویل، چې ښوونځي یوازې د زدکوونکو پرمخ نه دي تړل شوي، بلکې دوی هم دننه نه ورپرېږدي.
تراوسه پورې دولتي چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده، چې د روانې حمل میاشتې په ۷مه نېټه هم د لوګر د یوه ښوونځي ښوونکو د رسنیو له لارې څرګنده کړه، چې له تېر کال راهیسې د دغه ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن سیمې په منځني ښوونځي کې د ملي اردو ځواکونو یوه پوځي قرارګاه پرانیستې، او لاهم پکې مېشت دي.


















