ذبيح الله مجاهد: افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې یې ګڼې هڅې کړې دي.
مجاهد له ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، افغانستان له پاکستان پرته له خپلو نورو ګاونډیو، اسلامي هېوادونو، چین او روسیې سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي موجودې ستونزې په تدریجي ډول حل او د نورو هېوادونو باور ترلاسه کړي.



