په یمن د بریدونو دوام؛ حوثي ځواکونو یې غبرګون کې د ریاض هوايي ډګر په نښه کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ټلوالې د بریدونو له دوام وروسته، حوثي ځواکونو د غبرګون په توګه د پلازمېنې ریاض هوايي ډګر د توغندیز برید هدف ګرځولی دی.
راپورونه وايي، د برید پر مهال د ریاض هوايي ډګر په لور توغندي توغول شوي، خو د برید د احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
حوثي ځواکونو تر دې وړاندې هم ویلي چې د یمن پر ضد د بریدونو په غبرګون کې به د سعودي عربستان او د سیمې پر پوځي او ستراتیژیکو اهدافو بریدونو ته دوام ورکړي.



