عبدالملک حوثي: پر مدینې منورې مو برید نه دی کړی؛ سعودي پر یمن د بریدونو د مشروعیت لپاره درواغجنې ادعاوې کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالملک حوثي” ویلي، د دوی ځواکونو پر مدینې منورې هېڅ ډول برید نه دی کړی.
نوموړي ویلي، سعودي عربستان د «درواغجنو ادعاوو» له لارې هڅه کوي پر یمن خپلو پوځي بریدونو او تېریو ته مشروعیت ورکړي.
عبدالملک حوثي ټینګار کړی چې د سعودي چارواکي باید د خپلو ادعاوو لپاره کره شواهد وړاندې کړي او د یمن پر ضد د پوځي اقداماتو د توجیه لپاره دې د سپېڅلو ځایونو نوم نه کاروي.



