لوېدیځه غاړه کې د روان کال له پیل راهیسې ۳۰ فلسطینیان د مېشتو یهودانو په بریدونو کې شهيدان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د دېوال او مېشت ځایونو پر وړاندې د مقاومت کمېټه وايي، چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په لوېدیځه غاړه کې د مېشتو یهودانو په بریدونو کې ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د دغې کمېټې په وینا، یوازې د سپټمبر په میاشت کې په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو او مېشتو یهودانو له لوري ۲ زره او ۵۱ بریدونه شوي دي.
سرچینه وايي، له دغو بریدونو څخه یو زر او ۴۰۴ د اسرائیلي پوځ له لوري او ۶۴۷ نور د مېشتو یهودانو له خوا ترسره شوي دي.



