د فلاي دبي د الوتکې بریدګر پیلوټ د عمان تبعه او پر بل پیلوټ د برید په تور نیول شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)

د CNN د راپور له مخې، د فلاي دبي پر یوې الوتنې د بل پیلوټ د برید او د الوتکې د نسکورولو د هڅې په تور نیول شوی پیلوټ «همام الهمامي» نومېږي او د عمان تبعه دی. راپور وايي، نوموړی په متحده عربي اماراتو کې د عماني پلار او سوریایي مور په کور کې زېږېدلی دی.

د راپور له مخې، الهمامي مخکې د عمان هوايي شرکت کې د پیلوټ په توګه کار کاوه، خو د هغه د سختو نظرونو په اړه د اندېښنو له امله یې د الوتنې له دندې لرې کړی و.

د CNN په وینا، هغه وروسته دنده بدله کړه او په ۲۰۲۶ کال کې یې له فلاي دبي سره کار پیل کړ. د هغه د ټولنیزو رسنیو ځینې حسابونه هم په وروستيو کې حذف شوي دي.

د پېښې په تړاو د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، د سپټمبر په ۳۰مه له دوبۍ څخه تل‌ابیب ته روانې د فلاي دبي FZ1073 الوتکې کې امنیتي پېښه شوې وه چې وروسته الوتکه د سعودي عربستان تبوک هوايي ډګر ته اړول شوې او بېړنۍ ناسته یې کړې ده.

چارواکي وايي، د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او تر اوسه د رسمي تحقیقاتو پایلې نه دي اعلان شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button