نتنیاهو د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اماراتو مشر ته نوي معلومات ورکړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د CNN د راپور له مخې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر شیخ محمد بن زاید سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه نوي استخباراتي معلومات شریک کړي دي.
په دغو معلوماتو کې د تهران په جنوب کې د «پیک اېکس» په نوم په یوه غرني ځای کې د نوو ساختماني چارو جزئیات هم شامل دي.
د راپور له مخې، نتنیاهو په دې لیدنه کې په راتلونکو اوونیو کې د ایران له لوري په سیمه کې د احتمالي برید په اړه هم خبرداری ورکړی دی. دواړو لورو د ایران ترڅنګ د یمن د حوثیانو، بابالمندب او هرمز تنګي په اړه هم خبرې کړې دي.
د اماراتو رسمي خبري اژانس «وام» هم د نتنیاهو او شیخ محمد بن زاید لیدنه تایید کړې، خو د یوه سعودي چارواکي د ګډون راپور سعودي لوري رد کړی دی.



