ټرمپ اروپایي هېوادونو ته: د ډیزلو زیرمې خوشې کړئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)

د ایران پر ضد د روانې جګړې او په امریکا کې د ډیزلو د بیو د لوړېدو له امله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي له اروپايي هېوادونو وغواړي چې خپلې د ډیزلو بیړنۍ زیرمې بازار ته وړاندې کړي.

پارس ټوډې د ایرنا خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ پرون له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: «کېدای شي له اروپایانو وغواړم چې د ډیزلو بیړنۍ زیرمې خوشې کړي.»

د راپور له مخې، دا څرګندونې په داسې مهال شوي چې په امریکا کې د سون‌توکو د بیو لوړېدل د ټرمپ ادارې لپاره له اقتصادي او سیاسي ننګونو سره تړل شوي دي، په ځانګړي ډول د کانګرس د منځمهاله ټاکنو په درشل کې.

د ویلو ده، چې ټرمپ دا غوښتنه د ډیزلو د بیړنیو زیرمو د خوشې کول بازار ته د عرضې د زیاتولو او د بیو د فشار د کمولو په موخه یو احتمالي اقدام بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button