د پاکستان دفاع وزیر: نتنیاهو نړیوال اعتبار له لاسه ورکړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان دفاع وزیر “خواجه محمد آصف” ویلي، د اسرائیلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هڅې نور د نړۍ پر عامه افکارو اغېز نه شي کولی او خلک د اسرائیلو په تبلیغاتو باور نه کوي.
پارس ټوډې د ایرنا خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې خواجه آصف د فلای دوبۍ د الوتکې له پېښې څخه د نتنیاهو د تبلیغاتي استفادې په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، نتنیاهو له غزې د جګړې له پیل راهیسې هڅه کړې چې د «جعلي کیسو او کمزورو چلونو» له لارې خپلې ادعاوې معتبرې وښيي.
نوموړي زیاته کړې، پخوا د نړۍ یو شمېر خلکو د اسرائیلو په تبلیغاتو باور کاوه، خو اوس اسرائیلو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.
خواجه آصف ویلي، چې دا بهیر د «حساب ورکولو» پر لور روان دی او د حساب ورکولو وخت نږدې کېږي.
بلخوا، د فلای دوبۍ یوه بوینګ ۷۳۷ الوتکه چې له متحده عربي اماراتو څخه تلابیب ته روانه وه، تېرې چهارشنبې په ورځ د پیلوټانو ترمنځ له یوې شخړې وروسته خپله لاره بدله کړې او سعودي عربستان کې یې په بیړنۍ توګه ناسته وکړه.
د سعودي عربستان د تبوک هوايي ډګر چارواکو ویلي، الوتکې د بېړني پیغام له لېږلو وروسته په هوايي ډګر کې بېړنی حالت اعلان شو او الوتکه په خوندي ډول کېناسته.



