عبدالقهار بلخي: افغانستان د پرمختګ پر مثبت مسیر روان دی، خو نړیوالې ټولنې خپلې دندې نه دي ترسره کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، افغانستان د پرمختګ پر مثبت مسیر روان دی او اسلامي امارت خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د نړیوالې ټولنې او د نړۍ د هېوادونو په مسوولیتونو کې نیمګړتیاوې شته.
بلخي د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو، بندیزونو او د هېواد د چټک پرمختګ، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې پر وړاندې نور خنډونه د نړیوالې ټولنې له مهمو نیمګړتیاوو بللي دي.
هغه ویلي، بهرني لوري له خپلو امکاناتو او واک څخه د سیاسي فشار لپاره کار اخلي او د دغو اقداماتو اغېزې پر افغان ولس پرېوځي.



