د افغانستان دفاع وزارت پلاوي د روسیې په «Center-2026» پوځي تمریناتو کې ګډون وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان دفاع وزارت ویاند صدیق‌الله نصرت وايي، د دغه وزارت لوړپوړي پوځي پلاوي د روسیې په رسمي بلنه د «Center-2026» ستراتیژیکو ګډو پوځي تمریناتو کې ګډون کړی دی.

 نوموړي ویلي، پلاوی د عبدالله بن مسعود رضی‌الله‌عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د قوماندان مولوي نصیب‌الله «مدني» په مشرۍ روسیې ته تللی و.

د دفاع وزارت په وینا، افغان پلاوي د تمریناتو له عملي پړاوونو او د درنو وسلو، بې‌پیلوټه الوتکو، لیرې واټن ویشتونکو توغندیو او روباټیک سیسټمونو له نندارتون څخه لیدنه کړې ده.

دغه راز افغان پلاوي د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له پوځي استازو سره د پوځي تجربو، روزنې، مسلکي زده‌کړو او دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button