مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د جمعې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۲۱۹ کورنۍ، چې ۹۷۱ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د ورځني راپور له مخې، په همدې ورځ ۱۴۶ کورنۍ او ۷۳۰ تنه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۱۵۷ کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي.

د راپور له مخې، راستنېدونکو مهاجرینو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونه هم وړاندې شوي، چې په ترڅ کې یې ۸۱ سیمکارتونه وېشل شوي او ناروغانو ته روغتیايي خدمات ورکړل شوي دي.

کمېسیون وايي، راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button