د افغانستان او روسیې د عامې روغتیا وزیرانو ترمنځ لیدنه کې د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د خپل رسمي سفر پر مهال د روسیې د روغتیا له وزیر میخایل آلبرتویچ موراشکو سره لیدلي دي.
نوموړي ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله روغتیايي همکاریو د پراختیا، د روغتیايي نظام پیاوړتیا، درملو، واکسینونو او طبي تجهیزاتو د وارداتو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د عصري طبي ټکنالوژۍ د انتقال په اړه خبرې شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، جلالي د افغانستان د روغتیايي سکتور اړتیاوې او لومړیتوبونه شریک کړي او له روسیې یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او عصري طبي اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
د روسیې د روغتیا وزیر هم له افغانستان سره د تخنیکي همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی او دواړو لورو د روغتیا په برخه کې د ګډې همکارۍ د دوام او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.



