د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د تحریک انصاف ستر لاریون پیل شو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر “سهیل افریدي وايي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خوشې کېدو او د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره یې لاریون پیل کړی دی.

افریدي ویلي، د تحریک انصاف کاروان له لکي مروت څخه حرکت کړی او د پېښور پر لور روان دی.

بلخوا، د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې د لاریونونو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

د راپورونو له مخې، حکومت په پلازمېنه کې د رېنجرز ځواکونو د پاتې کېدو موده د اکتوبر تر ۱۵مې غځولې او شاوخوا ۳۰۰۰ رېنجرز سرتېري یې اسلام‌اباد ته استولي دي.

چارواکو همداراز له پنجاب او سند ایالتونو څخه د نورو پولیسو د غوښتلو پرېکړه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button