د ایران د انرژۍ وزیر د همکاریو او ابوحنیفه نندارتون کې ګډون لپاره کابل ته راورسېد

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليآبادي له یوه پلاوي سره د افغان چارواکو د لیدنې او د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون د کتنې په موخه کابل ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې عليآبادي د خپل سفر پر مهال له افغان چارواکو سره د افغانستان او ایران پر دوه اړخیزو اړیکو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د ایران د انرژۍ وزیر او مل پلاوی به همداراز د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون له بېلابېلو برخو لیدنه وکړي.



