د کرنې وزیر د خوړو خوندیتوب نړیوال فورم کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته تللی دی.
ټاکل شوې نوموړی د اکتوبر له ۷مې تر ۸مې په دغه هېواد کې د خوړو خوندیتوب او دوامدار پرمختګ موخو په اړه نړیوال تخنیکي فورم کې ګډون وکړي.
د کرنې وزارت په وینا، عمري به د سفر پر مهال له ازبکستان سره د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
افغان پلاوی به همداراز د کرنیزو محصولاتو پر سوداګرۍ او صادراتو، د پانګونې پر جلب او د مسلکي تجربو او پوهې پر لېږد د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو او استازو سره خبرې وکړي.



