د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د امام ابوحنیفه رحمهالله پنځم ملي او نړیوال نندارتون نن په کابل کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو د سوداګرو او پانګهوالو په ګډون پرانیستل شو.
په دغه پنځه ورځني نندارتون کې د کورنیو او بهرنیو تولیداتو لپاره له ۸۰۰ ډېر غرفې جوړې شوې دي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي، د دغه نندارتون جوړول د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو په معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو په ملاتړ او له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم دي. ټاکل شوې نندارتون د میزان تر ۲۱مې دوام وکړي.



