ابوعبیده: د اکتوبر د ۷ مې برید د پوځي پلان جوړونې او ستراتیژیک فریب ځانګړې بېلګه وه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند “ابوعبیده” د اکتوبر د اوومې د عملیاتو په اړه ویلي، چې دغه عملیات د پلان جوړونې، اجرا او ستراتیژیک فریب له پلوه یوه ځانګړې پوځي بېلګه وه.

نوموړي ویلي، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه ترسره شوي «طوفان الاقصى» عملیاتو د طرحې او پلي کولو لپاره پراخ چمتووالی نیول شوی و او د ستراتیژیک فریب له لارې د عملیاتو اصلي موخې تر وروستۍ شېبې پټې ساتل شوې وې.

د القسام پوځي ویاند زیاته کړې، چې د «طوفان الاقصى» لپاره ورکړل شوې بیه ډېره لوړه وه، خو د غزې د خلکو اقدام یې «ستر» بللی دی.

هغه ادعا کړې چې د غزې د خلکو مقاومت د سیمې پر وضعیت سربېره، د تاریخ پر بهیر او د نړۍ پر توازناتو هم اغېز کړی او د اکتوبر اوومې پېښې د فلسطین مسئله یو ځل بیا د نړیوالو بحثونو په سر کې راوستې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button