ملا برادر د امام ابوحنیفه نندارتون کې: د واخان سوداګریز سرک به افغانستان د سیمې پر مهم ټرانزیټي مرکز بدل کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه رحمهالله پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست او ویې ویل، اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د خصوصي سکټور د ودې لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو هڅې کوي. نوموړي وویل، دغه نندارتون د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو، کورنیو تولیداتو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی.
برادر زیاته کړه، د واخان اقتصادي او سوداګریز سرک پرانیستل افغانستان د سیمهییز ټرانزیټ او سوداګرۍ پر مهم مرکز بدلوي او چین د افغانستان له لارې د اروپا له بازارونو سره نښلوي.
د امام ابوحنیفه نندارتون کې سلګونو کورنیو شرکتونو په شاوخوا ۶۰۰ غرفو کې خوراکي توکي، درمل، لبنیات، ساختماني مواد، لاسي صنایع، غالۍ، پلاستیک، اوسپنه او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي او نندارتون به اووه ورځې دوام وکړي.



