ملا امير خان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ اتمې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
متقي د افغانستان په اړه د چین له «رغنده او متوازن» دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه برابره ده.
یو شیاویونګ د افغانستان او چین اړیکې مثبتې بللې او د سیمهییز ثبات، متقابلې همکارۍ او د افغانستان د اقتصادي او سیمهییز اتصال په برخو کې یې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.



