رویټرز: پر ریاض هوايي ډګر برید کې ۱۲ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان پر ریاض نړیوال هوايي ډګر د یمني حوثیانو برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، دا په تېره یوه اوونۍ کې پر ریاض نړیوال هوايي ډګر درېیم برید دی، چې حوثي ځواکونه یې ترسره کوي.
دا برید په داسې حال کې شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د یمن د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان په پوځي بریدونو کې د ګډون احتمال ارزوي.



