اروپا ته د افغان غالیو د صادراتو لپاره له یوه اتریشي شرکت سره هوکړه وشوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان یوه شرکت او یوه اتریشي شرکت په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمهالله پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د افغان غالیو اروپايي بازارونو ته د صادراتو د اسانتیا په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د هوکړهلیک له مخې، اتریشي شرکت به د افغان غالیو په ډیزاین، بازارموندنه او اروپايي بازارونو ته د صادراتو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې همکاري کوي.
اتریشي سوداګر فرتز لانګاور ویلي، چې افغان غالۍ د رنګونو، خامو موادو، ډیزاین او کیفیت له پلوه د اروپايي بازارونو له غوښتنو سره سمون لري.



