ملا امير خان متقي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د امنیت او نشه‌یي توکو پر مبارزې خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي، توماس فریلېسن، سره لیدلي دي.

بهرنيو چارو وزارت وايي په دې کتنه کې د افغانستان د امنیت، نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

فریلېسن د امنیت او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې او د اروپايي ټولنې له لوري یې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي متقي ویلي چې نړیوالې ټولنې د نشه‌یي توکو د مخنیوي په برخه کې له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت اړینې مرستې نه دي کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button