ملا عبدالغني برادر: افغانستان د اقلیمي بدلونونو د زیانونو د کمولو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې افغانستان تېر کال د زلزلو، سېلابونو او وچکالیو له امله له درنو ځاني او مالي زیانونو سره مخ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان د شنو خونو ګازونو په خپرولو کې لږه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلونونو له امله له سختو پایلو سره مخ دی.

ملا برادر له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اقلیمي بنسټونو غوښتي، چې له افغانستان سره د هوا پېژندنې د عصري وسایلو، د پېښو د مخکینۍ خبرتیا سیسټمونو، ژغورنې تجهیزاتو او تخنیکي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې عملي همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان باید د طبیعي پېښو د زیانونو د کمولو لپاره نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button