حوثیان د چینايي پرزو په مرسته د اوږد واټن بالستیک توغندیو جوړولو هڅه کوي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، په یمن کې حوثیان هڅه کوي د چین له شرکتونو څخه د وارد شویو پرزو په کارولو سره د منځني واټن پرمختللي بالستیک توغندي جوړ کړي. د شخړو د وسلو د څېړنې سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې حوثیانو د ایران د «خیبر شکن» توغندي د یوې بڼې د جوړولو لپاره اړینې پرزې واردې کړې دي. د راپور له مخې، د دغو توغندیو احتمالي واټن شاوخوا ۱۹۳۰ کیلومترو ته رسېدای شي، چې په دې صورت کې به د سعودي عربستان او اسرائیلو ټوله خاوره یې په نښه کېدای شي.
راپور زیاتوي، چې د حوثیانو لپاره د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د پرزو په برابرولو کې چینايي شرکتونه مهم رول لري او د نیول شویو بارونو ډېری تجهیزات له چین څخه لېږدول شوي دي. د وسلو کارپوهان وايي، حوثیانو په وروستیو کلونو کې د وسلو د کورني تولید وړتیا لوړه کړې او د بهرنیو اکمالاتي سرچینو شبکه یې پراخه کړې ده. خو د راپور له مخې، لا څرګنده نه ده چې حوثیان د دغو پرمختللو توغندیو په تولید کې څومره بریالي شوي دي.



