د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د ایکو په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته روان شوی دی.

ټاکل شوې ده، فاتح په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړي او د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د غړو هېوادونو له استازو سره بحثونه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button