شل افغان سوداګرو د ایرانمد ۲۰۲۶ تخصصي نندارتون کې ګډون کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې په نوښت، د افغان سوداګرو ۲۰ کسیز پلاوي د ایرانمد ۲۰۲۶ په تخصصي نندارتون کې ګډون کړی دی.
دغه څلور ورځنی نندارتون د طبي تجهیزاتو، لابراتواري وسایلو او اړوندو محصولاتو او خدمتونو د نندارې لپاره جوړ شوی دی.
د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د نندارتون په څنډه کې به د دواړو هېوادونو د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ترمنځ دوهاړخیزې سوداګریزې ناستې هم ترسره شي، چې موخه یې د سوداګریزو فرصتونو پېژندل، د نظرونو تبادله او د اقتصادي همکاریو پراختیا ده.



