کابل کې د افغانستان د کانونو لومړی ځانګړی نندارتون جوړېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان د کانونو لومړی ځانګړی نندارتون به د روان لمریز کال د لړم میاشتې له ۶مې تر ۹مې نېټې پورې د کابل ښار د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه څلور ورځني نندارتون کې به د افغانستان معدني سرچینې او کانیز ظرفیتونه معرفي شي او قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې او د کانونو اړوند بېلابېل محصولات به نندارې ته وړاندې شي.



