د پکتیا او پکتیکا ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د والیانو د بدلون خبر ورکړی دی.
مجاهد نن چهارشنبه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د پکتیا پخوانی والي مهرالله حماد د پکتیکا د نوي والي او د پکتیکا پخوانی والي عبدالخالق عابد د پکتیا د نوي والي په توګه ټاکل شوي دي.



