افغانستان او ازبکستان د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې پر چټکتیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د ازبکستان د انرژۍ وزارت له مرستیال او تخنیکي مسئولینو سره په ګډه ناسته کې د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې د پرمختګ، شته خنډونو او پاتې چارو د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، په ناسته کې د پروژې د تمویل، مالي تادیاتو، تخنیکي اسنادو بشپړولو او ځنډېدلو ساحوي فعالیتونو د بیا پیل په اړه بحث شوی او دواړو لورو د خنډونو د لرې کولو او د کارونو د چټکتیا لپاره پر ګډ کاري پلان هوکړه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button