مولانا فضل الرحمان: په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ تر شا د حکومت پر ځای بل ځواک لاس لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر “مولانا فضل الرحمن” په خیبر پښتونخوا کې د والي د واکمنۍ د پلي کېدو او بېړني حالت د احتمالي اعلان په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د دې اقدام تر شا د حکومت پر ځای بل ځواک لاس لري.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني تپل د دغه ایالت د روانو سیاسي او امنیتي ستونزو د حل لاره نه ده.

فضل الرحمان زیاته کړې، چې دوی به د دغه ډول اقداماتو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه بحثونه روان دي او د والي د واکمنۍ پلي کېدو موضوع هم د سیاسي غبرګونونو لامل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button