د یمن جګړه؛ حوثي ځواکونه د تعز ښار دروازو ته رسېدلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، په یمن کې له سختو او خونړیو نښتو وروسته، د واکمنې حوثي ډلې ځواکونه د تعز ښار تر دروازو رسېدلي او د ښار په شاوخوا کې د پرمختګ په حال کې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، حوثیان هڅه کوي د تعز ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړي او ښايي په راتلونکو ورځو کې د جګړو لمن د ښار دننه سیمو ته هم وغځېږي.
راپور زیاتوي، چې د سعودي عربستان او د هغه د متحدینو تر ملاتړ لاندې ځواکونو د تعز ښار د ساتنې لپاره پراخې هڅې کړې دي. د ادعا له مخې، سعودي او متحدو ځواکونو یې په یوه وخت کې د شاوخوا ۱۰۰ جنګي الوتکو په وسیله هوايي بریدونه هم ترسره کړي، خو دغو بریدونو د جګړې په ډګر کې د دوی د مطلوبې پایلې په ترلاسه کولو کې مرسته نه ده کړې.
تعز د یمن له مهمو ښارونو څخه دی او د دغه ښار پر سر جګړه د هېواد د روانې جګړې پر وضعیت اغېز لرلای شي.



