خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت تر اعلان وروسته تاوتریخوالی؛ د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ سختې نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت تر اعلان وروسته وضعیت ترینګلی شوی او د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، ګڼ شمېر خلک واټونو ته راوتلي او د پاکستان د حکومت پر ضد یې پراخ لاریونونه کړي دي.
سرچینې وايي، پولیسو د لاریونونو د خورولو لپاره پر لاریونوالو ډزې کړې، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي. د ټپیانو د کره شمېر او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
بلخوا، ځینو ناتایید شویو راپورونو کې ادعا شوې، چې یو شمېر لاریونوالو پولیس بېوسلې کړي او ځینې یې یرغمل نیولي دي؛ خو دغه ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
په خیبر پښتونخوا کې دغه وضعیت داسې مهال رامنځته کېږي، چې د بېړني حالت د اعلان او امنیتي محدودیتونو په اړه سیاسي مخالفتونه زیات شوي دي.



